ads

عبدالله: د بندیانو د تبادلې بهیر بشپړ او بین الافغاني خبرې دې پیل شی

ددغې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د دوشنبې ورځ ناوخته پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې د بندیانو تبادلې بهیر دې بشپړ او ژر دې بین الافغاني خبرې پیل شي.

شمس الرحمن شمس
4 وږی 1399
عبدالله: د بندیانو د تبادلې بهیر بشپړ او بین الافغاني خبرې دې پیل شی
اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله

د مصالحې د عالي شورا د بندیانو پر تبادلې او د بین الافغاني پر سمدستي پیل ټینګار کړی دی

ددغې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د دوشنبې ورځ ناوخته پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې د بندیانو تبادلې بهیر دې بشپړ او ژر دې بین الافغاني خبرې پیل شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغان حکومت او طالبان دواړه د خپلو پاتې بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.‌

افغان حکومت ادعا کوي چې له طالبانو سره یې اسیران شته او په همدې خاطر یې د پاتې طالب بندیانو د خوشي کولو پروسه ځنډولې ده.

د جمهوري ریاست ویاند صدیقي ویلي تر هغې چې دا اسیران خوشي نه شي نو حکومت به هم پاتې طالب بندیان خوشې نه کړي.

خو بل لور ته طالبان وایي چې دوی د حکومت ټول بندیان آزاد کړي دي او د خپلو پاتې طالب بندیانو د آزادیدو غوښتنه کوي.

افغان حکومت د پاتې ۴۰۰طالب بندیانو د خوشي کولو لپاره مشورتي لویه جرګه راوغوښته او جرګې په ورستۍ ورځ پرېکړه وکړه چې پاتې طالب بندیان دې له یو نړیوال تضمین سره دې خوشې کړل شي، چې افغان حکومت له دغو طالب بندیانو یې ۸۰تنه خوشي کړي دي او اوس دا پروسه ځنډول شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA