ads

طالبانو د بین الافغاني خبرو لپاره شل کسیزه پلاوی بشپړ کړی

طالبان د بین الافغاني خبرو لپاره د خپل شل کسیزه مرکچي پلاوي د بشپړېدو خبر ورکوي

شمس الرحمن شمس
4 وږی 1399
طالبانو د بین الافغاني خبرو لپاره شل کسیزه پلاوی بشپړ کړی

طالبان د بین الافغاني خبرو لپاره د خپل شل کسیزه مرکچي پلاوي د بشپړېدو خبر ورکوي

په قطر کې د طالبانو یو جګپوړی مرکچي شیر عاس ستانکزي اسوشېټډ خبري اژانس ته ویلي چې دوی د بین الافغاني خبرو لپاره بشپړ چمتوالی لري او امریکا باید مقابل لوری هم خبرو ته چمتو کړي.

نوموړي ویلي ددغو خبرو لپاره د دوی شل کسیزه پلاوی بشپړ شوی چې په دغه پلاوي کې ۱۳تنه د طالبانو د رهبریت او تصمیم نیونې مهم غړي دي.

ده په خپلو خبرو کې ویلي چې دا پلاوی به د افغان حکومت له سیاسي رهبرۍ سره د اجنډا ټاکلو، په تګلارو د پرېکړې او ان د تړونونو د امضا کولو واک لري.

ټاکل شوې وه بین الافغاني مذاکرات د اګست په ۲۰مه پیل شوې واي خو دا بهیر تر یوې نامعلومې نېټې پورې وځنډېد.

په پام کې ده چې ددغو مذاکراتو په ترڅ کې د افغانستان د جګړې داخلي لوري د دوامداره اوربند، اساسي قانون کې د تعدیل، د طالب وسله والو د ادغام، د جنګسالارانو د ملېشو او ځینو نورو مسایلو په اړه بحث وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA