ads

د کونړ په ۷ ولسوالیو کې د شپې لخوا مخابراتي شبکې کار نه کوي

د کونړ په اوو ولسوالیو کې مخابراتي شبکو د وسله والو ډلو له ویرې له تیرې یوې میاشتې راهیسې خپل شپني فعالیتونه درولي دي.

جان اغا صالح
4 وږی 1399
د کونړ په ۷ ولسوالیو کې د شپې لخوا مخابراتي شبکې کار نه کوي

اوسیدونکي یې وایي، د مخابراتي شبکو د نه فعالیت له امله یې کاروبار خراب شوی او هم ډیر کله د خپلو خپلوانو له احواله نه خبریږي.

خو چارواکي یې لامل وسله والو ډلو د افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو له ډاره پر مخابراتي شبکو بندیز لګولی.

د کونړ په ځینو ولسوالیو کې د وسله والو ډلو له ډاره له تیرې یوې میاشتې راهیسې مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه درولي دي.

 د دې ولایت چپه دره، ماڼوګی، وټه‌پور، څوکۍ، غازي‌اباد، ناړۍ او سرکاڼو د هغه ولسوالیو په کتار کې دي، چې په کې مخابراتي شبکې د وسله‌والو ډلو له ډاره خپل شپني خدمتونه بندوي چې دغه کار ولسي وګړیو ته ستونزې جوړې کړې دي.

د دغو ولسوالیو اوسیدونکي شکایت کوي چې د شپې له خوا د تلیفوني اسانتیاوو نه شتون یې نه یوازې د ژوند پر چارو او کارو بار منفي اغیز کړی، بلکې د خپلو خپلوانو له حواله هم په اسانۍ نه خبریږي.

(( د ورځې له خوا مخابراتي شبکې فعاله ويو د شپې له خوا بندې وي چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي، غوښتنه دا ده چې مخابراتي شبکې دې شپه او ورځ فعالیت پیل کړي.))

که څه هم له دې مخکې د کونړ په چپې درې او ماڼوګي ولسوالیو کې  ځینو مخابراتي شبکو د وسله والو ډلو د ګواښونو له امله شاوخوا دوه کاله فعالیت درولی و، خو د خلکو په هلو ځلو له تیرو شپږو میاشتو راهیسې په دغو ولسوالیو کې مخابراتي ستونزې تر یوې اندازې حل شوي دي.

خو په دې وروستیو کې یو وار بیا د کونړ په شپږو ولسوالیو کې د ام ټي ان او افغان بیسیم مخابراتي شبکو خپل شپني خدمات درولي دي.

دکونړ ولایتي چارواکي هم دغه ستونزه مني خو خلکو ته یې د حل ډاډ ورکوي.

 مرستیال والي ګل‌محمد بیدار وايي، وسله‌والې ډلې د افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو له ډاره پر مخابراتي شبکو دا ډول بندیزونه لګوي.

(( طالبان ځکه د شپې له‌خوا د مخابراتي شبکو فعالیت بندوي، چې پر دوی شپني عملیات او د ډرون له لوري بریدونه و نه شي دا سیمو یې زیاتره لرې پرتې غرنۍ سیمې دي.))

په همدې حال کې د کونړ د مخابراتو او معالوماتي تکنالوژۍ ریاست د اترا د برخې مسولین بیا وایي، په غازي‌اباد او ناړۍ ولسوالیو کې یې د مخابراتي شبکو د شپني فعالیت بندېدو ستونزه حل کړې او هڅه کوي چې په پاتې ولسوالیو کې هم دغه ستونزه هواره کړي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویليو خو دکونړ په ډېری ولسوالیو کې اوس له دغو ستونزو سره سره مخابراتي اسانتیاوې شته، خو په لرې پرتو سیمو او بانډو کې لا هم خلک له انټرنېټي خدمتونو بې برخې پاتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA