ads

امریکا کې د تور پوستو د خوندیتوب په هدف لاریونونه روان دي

د امریکا رسنۍ خبر ورکوي چې ددغه هېواد ویسکانس ایالت کې  یو پولیس پر یو غیر مسلح تور پوستي ډزې کړې دي او بیا وروسته ډبولی چې اوس په دې ایالت کې پراخ لاریونونه پیل شوي دي.

شمس الرحمن شمس
4 وږی 1399
امریکا کې د تور پوستو د خوندیتوب په هدف لاریونونه روان دي

د امریکا رسنۍ خبر ورکوي چې ددغه هېواد ویسکانس ایالت کې  یو پولیس پر یو غیر مسلح تور پوستي ډزې کړې دي او بیا وروسته ډبولی چې اوس په دې ایالت کې پراخ لاریونونه پیل شوي دي.

په خواله رسنیو کې یوه ویډیو چې لاس په لاس کېږې چې یو سپین پوستی پولیس پر تور پوستي غیر مسلح شخص ډزي کوي، هغه رانیسي جامې یې حېرې کوي او په پای کې برې څو نورې ډزې هم کوي.

د ویډویو له خپرېدو وروسته اوس د امریکا په دې ایالت کې د لاریونونه روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا په ټولو ښارونو کې د یوه تور پوستي د وژل کېدو په اړه پراخ لاریونونه وشول او لاریون کوونکو ګڼو تاسیساتو ته اور ورته کړ.

په لاریون کې پولیسو ډېر کسان ونیول او بندیان یې کړل خو لاهم د امریکا حکومت ددغو لاریون کونکو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول پېښې رامنځته کېږي بلکې له دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي چې په اخر کې د سپین پوستو او تور پوستو د نفرت د زیاتیدو سبب شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA