ads

په هرات کې لاسي بم چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

ددغه ولایت د والي ویاند عبدالاحد ولي‌زاده وایي نن سهار د ښار دوېیمې ناحیې اړوند په یوه کور کې لاسي بم چاودنه کړې چې له کبله یې یوه مېرمن وژل شوې او څلور تنه ټپیان شوي دي.

شمس الرحمن شمس
3 وږی 1399
په هرات کې لاسي بم چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
هرات ښار

د هرات سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د چاودنې خبر ورکوي

ددغه ولایت د والي ویاند عبدالاحد ولي‌زاده وایي نن سهار د ښار دوېیمې ناحیې اړوند په یوه کور کې لاسي بم له کبله چاودنه شوې چې په خبره یې یوه مېرمن وژل شوې او څلور تنه ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي چې په ټپیانو کې دوه ماشومان، یو سړی او یوه بله مېرمن شامله ده.

ولي‌زاده وایي د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي او تر اوسه لامل معلوم نه دی چې څه ډول یاده پېښه رامنځته شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA