ads

پاکستان ته د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د یوه طالب پلاوي سفر

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خبره یاد پلاوی د پاکستان حکومت په بلنه تللی، خو پاکستان په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

شمس الرحمن شمس
3 وږی 1399
پاکستان ته د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د یوه طالب پلاوي سفر

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او ددې ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر له یوه پلاوي سره پاکستان هېواد ته تللی دی.

د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله توېټر پاڼه ددې خبر پخلی کړی دی او لیکلي یې دي چې ملابرادر به په پاکستان کې د افغان کډواولو پر ستونزو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ او د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاو پر برابرولو حبرې وکړي.

شاهین زیاتوي چې د کورونا له کبله د طالبانو د سیاسي دفتر غړو د سیمې او نړۍ هېوادونه ته سفرونه ځندول شوي و، خو اوس دا لړۍ بیا پیل شوې ده.

دشاهین په خبره یاد پلاوی د پاکستان حکومت په بلنه تللی، خو پاکستان په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

افغان حکومت تر اوسه پاکستان ته د طالب پلاوي سفر په اړه تبصره نه ده کړې.

د طالبانو دا پلاوی داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې دوه ورځې وړاندې ددې هېواد لخوا پر یو شمېر طالب مشرانو بندیزونه ولګول شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA