ads

هند کې د کرونا ناروغۍ له ۵۶زره څخه زیات وګړي مړه کړي دي

د هند روغتیایي چارواکي خبر ورکوي چې په دغه هېواد کې د کورونا په ویروس د اخته کسانو شمېر له درې میلیونو څخه اوښتی دی او ۵۶زره څخه زیات وګړي ترې مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
3 وږی 1399
هند کې د کرونا ناروغۍ له ۵۶زره څخه زیات وګړي مړه کړي دي

د هند روغتیایي چارواکي خبر ورکوي چې په دغه هېواد کې د کورونا په ویروس د اخته کسانو شمېر له درې میلیونو څخه اوښتی دی او ۵۶زره څخه زیات وګړي ترې مړه شوي دي.

دوی وایي په دې وروستیو کې د کورونا ویروس زیاتې پېښې ثبت کېږي چې ډېرې پېښې یې په نوې ډیلي او مومبیي ښارونو کې ثبت شوې دي.

د دوی په خبره په نوې ډیلي کې له ۱۱میلیونو وګړو څخه یوازې ۱۵۰زره کسان په دې وبا اخته شوي دي.

وروستي راپورونه دا ښیي چې د کورونا ویروس ددې هېواد کلیوالي سیمو کې په خپرېدو پیل کړی چې اندېښنې یې د خلکو ډېرې کړې دي.

ویل کېږي په یادو سیمو کې تر ډېره بې‌وزله کورنۍ ژوند کوي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

اوس په ټوله نړۍ کې له دې وبا څخه ۸۰۰زره څخه زیات انسانان مړه شوي او له ۲۳میلیونو څخه زیات خلک پرې اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان بیا هیله ښوودلې چې دا وبا راتلونکو دوو کلونو کې له منځه لاړه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA