ads

مل پاسوال جمعه ګل همت د کابل ولایت نوی امنیه قومندان ټاکل شوی

جمعه ګل همت تر دې مخکې د هلمند او کونړ ولایتونو امنیه قومندان او د دفاع د سرحدي ځواکونو عمومي قومندان په صفت دندې ترسره کړې دي.

شمس الرحمن شمس
3 وږی 1399
مل پاسوال جمعه ګل همت د کابل ولایت نوی امنیه قومندان ټاکل شوی

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د دوشنبې ورځ وویل چې مل پاسوال جمعه ګل همت د کابل امنیه قومندان ټاکل شوی دی.

نوموړی تر دې مخکې د هلمند او کونړ ولایتونو  امنیه قومندان او د دفاع د سرحدي ځواکونو عمومي قومندان په صفت دندې ترسره کړې دي.

په داسې حال چې یوه اونۍ وړاندې د بادغیس والي په توګه یاد ولایت ته معرفي شوی و چې د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شو او نوموړي ته یې اجازه ورنکړه چې د دوی د والي په صفت دنده مخ ته یوسي.

جمعه ګل همت داسې مهال د کابل د نوي امنیه قوماندان په صفت ټاکل کېږي چې تېره ورځ ددې ولایت پخوانی امنیه قومندان امان الله واحدي د ورستیو امنیتي پېښو پر بنیاد له دندې ګوښه کړل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA