روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس۵۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۵۴ تنو ته ورسېد.
دغه وزارت وایي، له دې وبا څخه په تېرو ۲۴ساعتونو کې دوه تنه مړه شوي چې دې سره د مړه شوو کسانو شمېر ۱۳۸۹تنو ته ورسېد.
سرچېنه زیاتوي چې په همدې موده کې له دې وبا څخه کابو ۱۴۹تنه رغېدلي دي چې په ټولو هېواد کې د رغېدلو کسانو شمېر ۲۸زره او۳۶۰تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

