د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي نن خبریالانو ته وویل، طالبانو ته يې پاکستان ته د راتګ بلنه ورکړې او د هغو سره په تماس کې پاتې شوي او سبا به ورسره ليده کاته کوي چې ترمنځ يې کومې خبرې وشوې هغه به بيا له رسنیو سره شریکي شي.
د یکشنبې ورځ ناوخته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وویل چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته په سفر تللی او هلته به له پاکستاني چارواکو سره دافغان سولې پروسې په ورستیو مسلو خبرې وکړي.
د طالبانو دغه شپږ کسیز پلاوی داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اګست په اتلسمه نېټه ددې ډلې په ځینو مشرانو د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک په اساس بندیزونه ولګول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

