ads

جمهور رییس غني له خپل تاجکستاني سیال سره ټلیفوني خبرې وکړې

جمهوري ریاست خبر ورکوي چې د تاجکستان جمهور رییس امام‌ علي رحمان له جمهور رییس محمد اشرف غني سره ټلفوني خبرې وکړې.

شمس الرحمن شمس
3 وږی 1399
جمهور رییس غني له خپل تاجکستاني سیال سره ټلیفوني خبرې وکړې

جمهوري ریاست خبر ورکوي چې د تاجکستان جمهور رییس امام‌ علي رحمان له جمهور رییس محمد اشرف غني سره ټلفوني خبرې وکړې.

سرچېنه زیاتوي جمهور رییس پر دوه اړخیزه اړیکو په ځانګړي ډول سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمه ییزو همکاریو په لا پیاوړتیا او د امو سیند غاړو په اوږدو کې د همکاریو پر زیاتېدو له نوموړي سره تفصلي خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې  ویل شوي چې د تاجکستان جمهور رییس امام علي رحمان د افغان حکومت په مالکیت د سولې له پروسې څخه د ملاتړ تر څنګ جمهور رییس غني ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړی

دا په داسې حال ده چې تېره چهار شنبه د تاجکستان هېواد جمهور رییس امام علی رحمان افغان پولی ته نږدي د بدخشان ولسوالۍ یوې سرحدي ولسوالۍ خلکو ته وینا وکړه او خلکو ترې د اوبو او برېښنا غوښتنه وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA