ads

ضیاالحق امرخېل د ننګرهار د والي په توګه وټاکل شو

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویلي چې نوموړی ددغې ادارې په وړانديز او د جمهور رییس محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ، د ننګرهار د والي په توګه ټاکل شوی دی.

شمس الرحمن شمس
2 وږی 1399
ضیاالحق امرخېل د ننګرهار د والي په توګه وټاکل شو

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي چې د دې ادارې د وړاندیز او د جمهور رییس غني د حکم پراساس ضیاالحق امرخېل د ننګرهار د نوي والي په توګه  ټاکل شوی دی.

ضیاالحق امرخېل له دې وړاندې په پارلمانی چارو کې د دولت د وزیر په حیث دنده ترسره کوله.

د یادونې وړ ده تر ضیاالحق امرخېل وړاندې شاه محمود میاخېل د ننګرهار والي و چې اوس د دفاع وزارت د لومړي مرستیال په صفت دنده مخ ته وړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA