ads

د کورونا ویروس ۴۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۴۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۹۹۹ تنو ته ورسېد.

شمس الرحمن شمس
2 وږی 1399
د کورونا ویروس ۴۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۴۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۹۹۹ تنو ته ورسېد.

دغه وزارت وایي، له دې وبا څخه په تېرو ۲۴ساعتونو کې دوه تنه مړه شوي او په همدې موده کې ترې ۲۲۱تنه رغېدلي چې تر دا مهاله د ټولو رغیدلو کسانو شمېر ۲۸زره او ۲۲۰ تنو ته رسېږي

روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

د امریکا د جان هپګنیز پوهنتون د معلوماتو په اساس په نړۍ تر دا مهاله نژدې ۲۳میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې۸۰۰زره نور ورڅخه مړه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA