ایران د افغان سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې عملي کېدو غوښتنه کړې ده
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان وایي په افغانستان کې اوسنی تاوترخیوالی د جدي اندېښنې وړ دی او اړتیا ده چې د مشورتي لویې جرګې پرېکړه عملي شي.
سرچېنه زیاتوي چې د کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې تاوتریخوالی او جګړې ډېرې شوې دي چې دا موضوع بین الافغاني خبرې اغیزمنوي.
طاهریان ټینګار کوي چې د مشورتی لویې جرګې پرېکړه ژر عملي شي ترڅو د بین الافغاني خبرو پیل لپاره زمینه برابره شي.
نوموړي همدارنګه د سولې په برخه کې د خپل هېواد د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاتوي ایران په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي له کبله اندښمن دی او باید نور دا تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.
ایران داسې مهال دا غوښتنه کوي چې لاهم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو پر سر را پورته شوی جنجال پر خپل ځای پاتې او د بین الافغاني خبرو پیل یې ځنډولی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

