د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د عامه نظم پولیسو د پخواني قوماندان زمري پیکان د نیولو خبر ورکړی.
ددغه وزارت ویاند طارق آرین په خبره زمری پیکان پرون ماښام د امنیتي ځواکونو لخوا په کابل ښار کې ونیول شو او ډېر ژر به یې دوسیه د عدلي او قضایي ارګانونو لخوا وڅېړل شي.
د عامه نظم پولیسو دغه پخوانی قوماند له دندې څخه د ناوړه ګټه اخیستنې او د یوه پولیس د وژلو په تور په ۱۳۹۶کال کې اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز لخوا په اته کاله بند محکوم شوی و او د نوموړي د نیولو امر یې ورکړی و.
تر درې کلن ځند وروسته بلاخره امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې ونیوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

