د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک پربنسټ یې د طالبانو په یو شمېر مشرانو چې د دغه ډلې د قطر د دفتر مرستیال ملاعبدالغني برادر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني هم پکې شامل دي، بندیزونه لګولي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد چودري پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو د ډلې د یو شمېر مشرانو مالونه په دغه هېواد کې ضبط شوي او په تګ او راتګ یې هم بندیز لګول کیږي.
په ورته وخت کې د جمهوررییس د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري د یکشنبې له کلید سره په خبرو کې د پاکستان د دغه اقدام هرکلی وکړ او وایي، د طالبانو په مشرانو د بندیزونو لګول به د افغانستان او پاکستان په امنیتي وضعیت مثبت اغېز وکړي
«له پاکستان مو همېشنۍ غوښتنه همداده چې له طالبانو خپل ملاتړ کم کړي او دا د دواړو هېوادونو په ګټه دي»
په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د جزییاتو له ورکولو پرته د پاکستان دغه اقدام یو مهم پرمختګ ګڼي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي، دغه وزارت به د پاکستان له خوا د افغان طالبانو په مشرانو د بندیزونو د لګولو د اقدام له ارزولو وروسته خپل دریځ اعلان کړي« دا یو مهم پرمختګ دی او بهرنیو چارو وزارت دا مطالعه کوي او له هر اړخیزې ارزیابۍ وروسته به پایلي رسنیو سره شریکي شي»
بلخوا بیا د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، د افغان طالبانو په مشرانو دغه بندیزونه د افغانستان او پاکستان د حکومتونو د مشرانو د خبرو په پایله کې لګول شوي دي« هغه ناستې چې له پاکستان چارواکو سره په تېر کې شوې دي په هغې کې په دې ټینګار شوی و له طالبانو څخه د ملاتړ او دې ډلې ته ځای ورکول هغه موضوعات دي چې تېر کې پرې بحث شوی»
خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا د پاکستان دغه اقدام د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکی سیدناصر موسوي وایي، پآکستان غواړي چې د افغان سولې د خبرو د پیلېدو په درشل کې امتیاز ترلاسه کړي او زیاتوي، پاکستان غواړي دا وښيي چې په افغانستان کې سوله د پاکستان له غوښتنې پرته ناشونې ده.
پاکستان په داسې حال کې د طالبانو په مشرانو بندیزونه لګوي چې په وار وار دغه هېواد په سیمه کې د سخت دریځو ډلو په سمبالولو تورن شوی دی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پاکستان د دغه شورا له پرېکړه لیک څخه په سرغړونه هم تورن کړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

