ads

کورنیو چارو وزارت: د کابل د دوو حوزو آمرین او منسوبین له دندو لرې شول

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې په دندو کې د غفلت له کبله یې د کابل ښار د ۱۶مې او ۱۷مې حوزې آمرین او نور منسوبین یې له دندو لرې کړل.

شمس الرحمن شمس
1 وږی 1399
کورنیو چارو وزارت: د کابل د دوو حوزو آمرین او منسوبین له دندو لرې شول

د کابل د دوو حوزو امرین او ۱۶ نور پولیس له دندو لرې شول

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې په دندو کې د غفلت له کبله یې د کابل ښار د ۱۶مې او ۱۷مې حوزې آمرین او نور منسوبین یې له دندو لرې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین په خبره دغه پرېکړه د وزارت د امنیتي مرستیال پاسوال عبدالصبور قانع د کابل له امنیتي مسوولینو سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

سرچېنه زیاتوي چې د یادو حوزو امرین له ۱۶ نورو منسوبینو سره له دندو لرې او پلټنو ته معرفي شول.

په ورته مهال امنیتي مرستیال عبدالصبور قانع د کابل امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ښار د امنیت لپاره جدي اقدامات او خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي.

د دغو حوزو امنیتي آمرین او منسوبین داسې مهال له دندو ګوښه کېږي چې د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۱مې کالېزې پر مهال د کابل ښار پر مرکزي سیمو شاوخوا ۱۶توغندي ولګېدل چې له کبله یې درې تنه ووژل شول او ۱۶تنه نور یې ټپیان کړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA