ads

په کونړ ولایت کې شپږ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د کونړ ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د ۱۹ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

ایمل عزیزي
1 وږی 1399
په کونړ ولایت کې شپږ وسله‌وال طالبان وژل شوي
کونړ ولایت

د کونړ ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د ۱۹ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

ددې ولایت د والي ویاند عبدالغني مصمیم کلیدته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه ددې ولایت په سرکاڼو او مرورې ولسوالیو کې د امنتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

د نوموړي په خبره د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې د ۳ پاکستانیانو په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژ شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA