د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي چې لومړی چاودنه د اوومې حوزې د سرک نو چهلستون سیمه کې پر یو کرولا موټر شوې ده چې له کبله یې یو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپیان شول.
فرامرز زیاتوي چې دا چاودنه د چسپکې ماین له کبله رامنځته شوې.
د نوموړي په خبره دوېیمه چاودنه د کابل ښار پنځلسمې حوزې په مربوطاتو کې د پولیسو پر رنجر موټر شوې چې دوه تنه پولیس پکې ټپیان شول.
فرامرز وایي درېیمه چاودنه د پنځمې حوزې اړوند د کمپنۍ سیمه کې شوې چې تلفات نه لري.
تر اوسه د دغو چاودنو مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د افغانستان د پوهنې وزارت د علمي شورا رییس عبدالباقي امین هم د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

