ads

په لیبیا کې د جګړې ښکېلو خواوو اوربند اعلان کړ

د راپورونو له مخې د لیبیا حکوت او مخالفینو یې په دغه هېواد کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د اوربند اعلان کړی دی.

شمس الرحمن شمس
1 وږی 1399
په لیبیا کې د جګړې ښکېلو خواوو اوربند اعلان کړ

د لیبیا رسنۍ خبر ورکوي چې په پایتخت طرابلس کې د صدراعظم فایض السراج په مشرۍ د ملي یووالي حکومت او د خلیفه هفتار په مشرۍ ملېشو د جګړې درولو لپاره د اوربند اړوند اعلامیې خپرې کړې دي.

 دغو اعلامیو ته خلک هیله‌مند شوي دي او باوري دي چې جګړه به پای ته ورسي.

د معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې له ۲۰۱۱کال راپدیخوا کله چې د ناټو په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د قذافي حکومت ړنګ کړ، جګړې پیل شوې دي.

په دغو جګړو کې سلګونه زره خلک بې کوره او د تېلو له پلوه دغه غني هیواد د غیرې قانوني مهاجرینو د قاچاقبرانو او وسله والو ډلو لپاره په آزاد میدان بدل شو.

 لیبیا اوس دوه حکومت لري.

په طرابلس کې د ملي یووالي حکومت او په ختیځ کې د خلیفه هفتار د نظامي جنرال د قوماندې لاندې ملیشو حکومت اعلان کړی.

دواړو ډلو د کرونا وبا له کبله جګړه درولې ده او اوربند یې اعلان کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA