د فرانسې روغتیایي چارواکي وايي په دغه هېواد کې د لومړي ځل لپاره د ۴زره څخه زیاتې د کورونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې
دغه چارواکي وایي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۴زره او ۷۷۱تنه تازه په دې وبا اخته شوي دي.
سرچېنه زیاتوي چې دا لومړی ځل دی چې فرانسه کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر له ۴زره څخه اوړي تر دې وړاندې له ۳زره پورته پېښې ثبت شوې وې.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال په فرانسه کې د مثبتو پېښو شمېر له ۲۵۶زره څخه اوښتی او له ۳۰زره څخه زیات انسانان ترې مړه شوي دي.
په همدې حال کې اسپانیا، المان او برېټانیا کې هم د تېرو دریوو میاشتو پرتله د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په اسپانیا کې ۳۸۶زره، برېټانیا کې ۳۲۳زره او المان هېواد کې ۲۳۳زره انسانان تر دامهاله پر کورونا ناروغۍ اخته شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په ټوله نړۍ کې له ۲۲میلیونو څخه زیات وګړي په کورونا ناروغۍ اخته دي او تر ۷۰۰زره څخه زیات ترې قرباني شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

