ads

پنټاګون: افغانستان کې ۸۶۰۰سرتیري لرو

د امریکا دفاع وزارت وایي زرګونه عسکر یې له افغانستان څخه ایستلي دي چې اوسمهال۸۶۰۰عسکر په خپلو دندو بوخت دي.

شمس الرحمن شمس
1 وږی 1399
پنټاګون: افغانستان کې ۸۶۰۰سرتیري لرو
امریکایي ځواکونه

بهرنۍ رسنۍ د امریکا د دفاع وزارت ویاند جاناتان هافمن له قوله ویلي چې له طالبانو سره د شوې هوکړې لاسلیک وروسته یې زرګونه سرتیري له افغانستان څخه ایستلي دي.

دی زیاتوي چې دفاع وزارت د پوځیانو شمېر کم کړی خو پر وړاندې یې د پوځیانو وړتیا دوه برابره لوړه کړې ده او هر ډول احتمالي ګواښ څخه مخنیوی کولای شي.

نوموړي ویلي امریکایي سرتېري له پنځو نظامي اډو وتلي دي او دغه اډې دمګړی افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.

هافمن وایي اوسمهال افغانستان کې ۸۶۰۰امریکایي سرتیري پاتې دي چې دا شمېر به هم  راکم شي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند همدارنګه ویلي چې د ناټو له غړو هېوادونو سره په ګډه د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکوي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA