مصالحې عالي شورا: په دوو ورځو کې به د خپلو غړو لېست اعلان کړو

د جمهور رییس غني او مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې له لاسيلېکېدو او د مصالحې شورا له جوړېدو شاوخوا درې مياشتې تېرېږي، خو تر اوسه نه د نوماند وزیران لېست نهايي شوی او نه هم د يادې شورا مرستيالان او غړي معرفي شوي دي.