د جمهور رییس غني او مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې له لاسيلېکېدو او د مصالحې شورا له جوړېدو شاوخوا درې مياشتې تېرېږي، خو تر اوسه نه د نوماند وزیران لېست نهايي شوی او نه هم د يادې شورا مرستيالان او غړي معرفي شوي دي.
د مصالحې عالي شورا بيا وايي، د يادې شورا د مرستيالانو او غړيو د معرفي کېدو په تړاو بحثونه شوي او ډېر ژر به نهايي شي.
د يادې شورا وياند فريدون خوځون هيله څرګندوي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د مصالحې عالي شورا د مرستيالانو او غړيو لېست نهايي شي او له خلکو سره به یې شريک کړي.
خوځون د نوماند وزیرانو د معرفي کېدو مسلې ته په اشارې وويل، په دې برخه کې پرمختګونه شوي او خپل لېست یې جمهوري رياست ته سپارلی دی.
نوموړي کليد ته وويل:
«د مصالحې عالي شورا د مرستيالانو او غړيو د معرفي کېدو په تړاو بحثونه شوي دي او دا لېست تقريبا نهايي شوی دی، موږ تمه لرو چې دا لېست به تر راتلونکو دوو ورځو پورې نهايي شي، د کابينې غړيو د معرفي کېدو په تړاو هم پرمختګونه شوي دي او موږ خپل ارګ ته سپارلی دی.»
په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي بيا وايي، د کابينې نه معرفي کېدل د ولس او ولس استازو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده او حکومت بايد د نوماند وزیرانو لېست ژر تر ژره نهايي او د باور رايو د ترلاسه کولو په هدف دې ولسي جرګې ته معرفي کړي.
د ولسي جرګې غړی عبدالقادر قلاتوال وايي، حکومت بايد د ولسي جرګې د غړيو رخصتيو له پای ته رسېدو سره نوماند وزیران دوی ته ور معرفي کړي.
دی ټينګار کوي، که حکومت بيا هم دا لېست نهايي نهکړي، نو دا د اساسي قانون ښکاره نقض دی.
قلاتوال کليد ته وويل:
«موږ په وار وار سره له حکومته غوښتنه کړې چې نوماند وزیران دې د باور رایې د ترلاسه کولو په هدف ولسي جرګې ته معرفي کړي، که چېرته حکومت د راتلونکې سنبلې مياشتې پورې چې د وکيلانو رخصتۍ هم خلاصېږي، بيا هم نوماند وزیران معرفي نهکړي، نو دا د قانون ښکاره نقض دی.»
د چارو شنوونکي بيا د مصالحې عالي شورا له لوري د مرستيالانو او غړيو نه معرفي کېدل د اندېښنې وړ خبره بولي او زياتوي، د يادې شورا د مرستيالانو او غړيو په معرفي کېدو کې خنډ د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له خطر سره مخ کوي.
د سياسي چارو شنوونکی امينالله شارق وايي، له دې ښکاري چې سياسي مشران د سولې لپاره چندان ژمنتيا نهلري او تل یې خپلې شخصي ګټې پاللې دي.
دی زياتوي، ښايي په دې برخه کې جمهوري رياست او مصالحې شورا ترمنځ اختلافونه موجود وي چې دا لړۍ تر اوسه ځنډول شوي او پرمختګونه پهکې نهليدل کېږي.
شارق کليد ته وويل:
«زه فکر کوم د ملي مصالحې عالي شورا د مرستيالانو او غړيو د نه معرفي کېدو يو لامل دا دی چې ممکن د ارګ او سپيدار ترمنځ د کسانو د معرفي کېدو پر سر اختلاف موجود وي او ښايي دا هم پنځوس پنځوس ووېشل شي او بل لامل یې دا هم کېدای شي چې سياسي مشران په افغانستان کې د پرمختګ او سولې ټينګښت لپاره چندان ژمن نهښکاري او د تل په څېر به خپلې شخصي ګټې پالي.»
ومو غوښتل د کابينې په تړاو د جمهوري رياست نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره په نظر اخیستلو بريالي نهشوو.
د ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ترمنځ سياسي هوکړه شاوخوا درې مياشتې مخکې لاسليک شوه چې په پايله کې یې کابينه پنځوس پنځوس ووېشل شوه، د درې مياشتني ځنډ وروسته دواړه خواوې لاهم نهدي توانېدلي چې خپل نوماند وزیران د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


