ads

د کورونا ویروس ۵۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۵۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۹۵۹ تنو ته ورسېد.

شمس الرحمن شمس
1 وږی 1399
د کورونا ویروس ۵۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۵۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۹۵۹ تنو ته ورسېد.

دغه وزارت وایي، له دې وبا څخه په تېرو ۲۴ساعتونو کې څوک نه مړه شوي او نه هم روغ شوي دي تر دا مهاله له دې وبا څخه ۲۷زره او ۹۹۰ تنه روغ شوي دي.

روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

د امریکا د جان هپګنیز پوهنتون د معلوماتو په اساس په نړۍ تر دا مهاله نژدې ۲۳میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې۷۹۹زره نور ورڅخه مړه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA