ads

د کابل په باغ بالا سیمه کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړل

امنیتي چارواکي وایي چې د شنبې مازیګر د کابل ښاد دوېیمې امنیتي حوزې اړوند په باغ بالا سیمه کې چاودنه شوې ده.

شمس الرحمن شمس
1 وږی 1399
د کابل په باغ بالا سیمه کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړل

امنیتي چارواکي وایي چې د شنبې مازیګر د کابل ښاد دوېیمې امنیتي حوزې اړوند په باغ بالا سیمه کې چاودنه شوې ده.

 د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي نن مازګر پنځه او اولس دقیقې د دوېیمې امنیتي حوزې اړوند باغ بالا سړک باندې یو حلقه چسپکي ماین چې بایسکل کې ځای پر ځای شوی و چاودنه کړې چې له کبله یې دوه تنه عام وګړي ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې نن سهار دا څلورمه چاودنه ده چې کېږي تر دې وړاند د کابل ښار په اوومه، پنځلسمه او پنځمې امنیتي حوزو کې د چاودنو له کبه یو کس ووژل شو او څلور تنه نور ټپیان شول.

تر اوسه د یادو چاودنو په اړه کومې وسله والې ډلې تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA