امنیتي چارواکي وایي تېره شپه ددې ولایت د نهرسراج ولسوالۍ اړوند د پولیسو پر یوې امنیتې پوستې موټر بم برید له کبله پنځه تنه سرتیري ووژل شول .
د نهرسراج ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد اسماعیل خپلواک کلید ته وویل تېره شپه د ولسوالۍ مرکز ګرشک بازار ته څېرمه وسله والو د پولیسو پر یوې پوستې موټر بم برید ترسره کړی چې له کبله یې یو پولیس وژل او څلورته تنه نور یې ټپیان شوي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې برید په اړه څه نه دي ويلي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

