د روسیې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي تمه لري چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې ژر تر ژره پیل شي او د بندیانو د تبادلې په اړه اوسنۍ ستونزه د سولې پروسه ځنډنی نه کړي.
ددې وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون خبریالانو ته وویل د بین الافغاني خبرو پیل د افغانانو او د افغانستان د بهرنیو شریکانو لپاره په ګټه دي.
نوموړې دا غوښتنه داسې مهال کوي چې تازه د پاتې طالب بندیانو کې د ځینو بندیانو خوشي کولو سره فرانسې او استرالیا مخالفت کړی او له افغان حکومت یې غوښتې چې هغه بندیان خوشې نه کړي چې د دوی سرتیري یې وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې جمهور رییس محمد اشرف غني د پاتې ۴۰۰ بندیانو د خوشي کولو په اړه د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې سره سم د یادو بندیانو د خوشي کولو فرمان لاسلیک کړ، چې له ډلې ۸۰ تنه بندیان خوشې شول، خو اوس دا پروسه یو څه ځنډنۍ شوې ده.
د یادونې وړ ده چې طالبان د پاتې ۴۰۰بندیانو پر خوشي کولو ټینګار کوي او وایي هر کله چې یاد بندیان د لیست مطابق خوشي شي نو دوی په اوونۍ کې دننه بین الافغاني خبرو ته چمتوالی ونیسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

