روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۸۹۴ تنو ته ورسېد.
دغه وزارت وایي، له دې وبا څخه په تېرو ۲۴ساعتونو کې څوک نه دي مړه شوی خو په همدې موده کې ۳۳۵ تنه ترې روغ شوي چې له دې سره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۲۷ زره او ۹۹۰ ته ورسید.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

