ads

د کابل پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودیدونکو توکو چاودنه کړې

امنیتي چارواکي د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو د چاودیدونکو توکو د چاودنې حبر ورکوي

شمس الرحمن شمس
31 زمری 1399
د کابل پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودیدونکو توکو چاودنه کړې

امنیتي چارواکي د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو د چاودیدونکو توکو د چاودنې حبر ورکوي

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل تېره شپه شاوخوا نهه بجې یو مشکوک شخص چاودیدونکي توکي انتقالول چې د کابل اریانا هوټل ته نږدې پرې یادو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې.

د نوموړي په خبره په چاودنه کې یاد کس وژل شوی او نور چا ته زیان نه دی اوښتی.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه د یاد شخص هویت معلوم شوی نه دی خو د کابل پولیسو لخوا په دې اړه څېړنې روانې دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې په اړه څه نه دي ویلي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA