د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې د چمن ـ سپین بولدک لار د مسافر پر وړاندې د پخوا په څېر پرانیستل شوه.
ددغه ولایت د والي ویاند بهیر احمدي په خبره سپین بولدک د پاکستان او افغانستان سرحدي پولیسو کمېساریو د یوې ګډې غونډې په ترڅ کې په دې سره سلا کړې چې له دې وروسته به په عادي ډول خلک په تذکره او پاسپورټ تګ راتګ کوي.
پاکستان حکومت څو میاشتې وړاندې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف یاده لار وتړله چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو خلکو پراخ لاریونونه او پرلتونه پیل کړل.
د یادونې وړ ده چې د اختر په لومړۍ شپه لاریونکونکو له پاکستاني ملیشو تر منځ تاوتریخوالی رامنځته شو چې وروسته یاد تاوتریخوال د افغان ځواکونو او پاکستانو ملیشو ترمنځ د نښتې سبب شو چې له کبله یې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


