د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن جمعه پرخپله ټوېټر پاڼه خبر ورکوي چې د بین الافغاني خبرو ځنډېدو لپاره هېڅ دلیل شتون نه لري او اړتیا ده چې بین الافغاني خبرې ژر تر ژره پیل شي.
په ورته مهال خلیلزاد د پوهنې وزارت د علمي شورا پر رییس او د سولې فعال عبدالباقي امین باندې برید غندلی او دا یې دهغو کسانو کار بللی چې غواړي د سولې هڅې له ځنډ او ګډودۍ سره مخ کړي.
د یادونې وړ ده چې تېره چهارشنبه ډاکټر عبدالباقي امین پر موټر چسپکي ماین چاودنه وشوه چې له کبله یې نوموړی ووژل شو.
خلیلزاد داسې مهال د بین الافغاني خبرو پر ژر پیل ټینګار کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خو شې کېدو پر سر تازه جنجالونو دا پروسه ځنډنی کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

