د امریکا رسنۍ د ټرمپ ځانګړي سلاکار جرد کوشنر له قوله خبر ورکړی که د امریکا جمهور رییس دونالډ ټرمپ یو ځل بیا د امریکا جمهور رییس شي نو له ایران سره به سوله وکړي.
د ټرمپ دغه سلاکار رسنیو سره په خبرو کې ویلي، که ټرمپ دا ځل په ولسمشریزو ټاکنو کې ګټونکی شي نو ایران سره به د سولې مذاکرات پیل کړي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په امریکا کې ډېری سیاستوال په دې باور دي چې ټرمپ هېڅ وخت له ایران سره د سولې خبرې نه کوي.
دوی وایي که ټرمپ د بیاځل لپاره د امریکا جمهور رییس شي نو بیا به هم له ایران سره دخبرو لپاره زړه ښه نه کړي، دا د ټرمپ یو کمپایني شعار دی او بس.
کوشنر بیا ویلي، چې ټرمټ غواړي چې تر ټاکنو وروسته له خپل ایراني سیال سره وویني او د سیمې امنیت او ثبات لپاره ورسره یوې هوکړې ته ورسېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

