ads

دسترخوان؛ د مخالفت تر سیوري

افغان حکومت د ولسي جرګې له مخالفت سره سره پرېکړه کړې چې د «دسترخوان ملي» برنامه تطبیق کړي، خو تراوسه يې دا نه‌دي ويلي چې دغه پروګرام به د کوم داسې میکانیزم پر بنسټ عملي کوي چې پر روڼتيا او شفافیت یې خلک ډاډه شي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
30 زمری 1399
دسترخوان؛ د مخالفت تر سیوري

 د غنمو او ډوډۍ تر وېش وروسته دا بل ملي او ستر پروګرام دی چې د حکومت له لوري پیلېږي، خو دا پروګرام په داسې حال کې په پېلېدو دی چې تراوسه د وچې ډوډۍ د وېش په پروګرام کې د لګول شويو دوه ملیارده او۲۱۸ملیونه افغانیو بشپړ راپور نه‌دی ورکړل شوی او دې مسئلې د نوي پروګرام د تطبیق او پلي‌کېدو پر وړاندې هم اندېښنې راولاړې کړې دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر مجیب الرحمن رحیمي نن یوه خبری کنفرانس ته وویل چې د دغې برنامې له لارې په لومړي سر کې زرو بې‌وزله کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش چمتووالی نیول شوی او ډېر ژر به پیل شي.

نوموړي د دې پروګرام د روڼتيا او شفافیت په اړه وویل چې د «دسترخوان ملي» پروګرام د تطبیق په برخه کې څارنه، روڼتيا او حساب ورکول له مهمو ټکو ځنې دي.

په پام کې ده چې دغه پروګرام ته د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په کلیو کې، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له خوا په ښارونو کې او د کابل ښاروالۍ له لوري په کابل ښار کې دننه د وېش اسانتیاوې برابرې شي.

د کارپوهانو په عقیده که چېرته حکومت غواړي چې د خلکو د بې‌باوریو او د ولسي جرګې مخالفت په شتون کې دغه پروګرام عملي کړي، په کار ده چې د يوه اساسي میکانیزم له لارې د هغه شفافیت هم تضمین کړي. ځکه د ډوډۍ د وېش پروګرام، د نه نظارت او شفافیت له کبله د فساد او درغلۍ ښکار شو. حتا ویل کېږي چې د ډوډۍ د وېش په پروګرام کې خیالي کورنیو ته کارتونه هم جوړ شوي وو او په سلګونه بوجۍ اوړه غلا شوي وو.

ولسي جرګې چې له پیله د «دسترخوان ملي» پروګرام سره مخالفت وکړ، یو لوی علت یې دا وو چې د پروګرام د شفافیت په اړه کوم تضمین نه‌و وړاندې شوی، خو اوس د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر وايي چې دوی د ولسي جرګې د قناعت له‌پاره يوه منظمه تګلاره جوړه کړې او د دې تګلارې په عملي کولو سره به د فساد او درغلۍ مخه ونیول شي.

 بل لور ته دا برنامه داسې مهال د حکومت له لوري پیلېږي چې ولسي جرګه د اوړي رخصتۍ تېروي، خو دا چې تر راګرځېدو وروسته به دا پروګرام ومني او که نه؟ سخته ده چې له وخت مخکې قضاوت وړاندې شي.

په ټوله کې خلک که څه هم د حکومت له دغه پروګرام څخه ملاتړ کوي، خو دا هیله هم لري چې له یوې خوا د دغې برنامه شفافیت په رښتینې او واقعي ډول تضمین کړي او له بلې خوا له ولسي جرګې سره هم له تقابل څخه مخنیوی وکړي. خو چېرې حکومت له ژمنې سره سره بیا هم د دغې برنامې د شفافیت په برخه کې پاتې راشي نه‌یوازې دا چې د خلکو له پراخې بې‌باورۍ سره به مخ شي، بلکې د دغې برنامې د رد په اړه به یې په ناغوښتلې توګه د ولسي جرګې پرېکړه تایید کړې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA