ads

فاطمه احمدي: په نهمه حوزه کې د خپلو همکارانو له خوا رانه نامشروع غوښتنې شوې

فاطمه احمدي چې خپل ځان د نهمې حوزې د کشف کارکوونکې معرفي کوي، ادعا کوي چې د دغه حوزې د آمر او جنایي مدیر له خوا ګواښل شوې ده.

فضل الهادي حمیدي
30 زمری 1399
فاطمه احمدي: په نهمه حوزه کې د خپلو همکارانو له خوا رانه نامشروع غوښتنې شوې

هغه په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې وایي، تېر کال د یادې حوزې د آمر بسم الله تابان له خوا وګواښل شوه او آن منفک شوه او دوهم ځل بیا د یادې حوزې جنایي آمر له نوموړې څخه نامشروع غوښتنه وکړه او دا یې وګواښله.

فاطمه وایي، هر آدرس ته یې چې شکایت کړی چا یې غږ نه دی اورېدلی.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین کلید ته وویل، چې یاده قضیه تر څیړنو لاندې ده او په دې اړه د پلټنو جزییات به له خلکو سره شریک کړي.

په دولتي ادارو کې د ښځو ځورونه د ښځو د کار پر وړاندې یو له لویو خنډونو څخه ګڼل کیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA