ads

غني: موږ د سولې لپاره ټول خنډونه لرې کړي دي

جمهوررییس غني وايي، افغان حکومت له خپل لوري د سولې د راتګ لپاره د پام وړ اقدامات ترسره کړي او طالبانو ته هم په کار ده چې له بې ځایه پلمو ډډه وکړي.

فضل الهادي حمیدي
30 زمری 1399
غني: موږ د سولې لپاره ټول خنډونه لرې کړي دي

جمهوررییس نن د افغان ځواکونو له خوا د خپلواکۍ د ۱۰۱ کلیزې د نمانځنې غونډې ته په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو تر څنګ یې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ کوي چې د ارضي تمامیت او ملي ارزښتونو دفاع ته تیار اوسي.

جمهوررییس غني زیاته کړې، افغان حکومت له خپل لوري بندیان خوشي کړي او پر پاتې بندیانو هم بحثونه روان دي خو طالبانو له خپل لوري نه تاوتریخوالی کم کړی او نه یې هم سولې ته ژمنتیا ثابته کړې ده.

نوموړي دغه راز ویلي چې افغانستان تر بل هر وخت په حساسو شرایطو کې دی او د افغان پوځ سرښندنې په دې مهم وضعیت کې د هیواد د راتلونکې لپاره خورا د ارزښت وړ دي.

جمهوررییس زیاتوي افغان پوځیان په دې وروستیو کې مهمې لاس ته راوړنې لري او توانیدلي چې په خپله همغږۍ د ترهګرو پلانونه خنثی کړي او داعش ډله یې هم له ماتې سره مخ کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA