دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۲۲ میلیونه ډېر شوی او تر نیم میلیون ډېر کسان تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۵ زره او ۴۰۵ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۰۹ زره او ۸۸۸، په مکسیکو کې ۵۷ زره او ۷۷۴، په بریټانیا کې ۴۶ زره ۶۴۶، په هند کې ۵۲ زره او ۸۸۸، په ایران کې ۱۹ زره او ۹۷۲ او په پاکستان کې ۶۲۰۱ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.


