د یاد ولایت د والي ویاند عارف عابر رسنیو ته ویلي چې اوسمهال ګډه افغان ځواکونه د دې ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
د نوموړي په وینا، د ترسره شوو عملیاتو پر مهال یو وسله وال طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو دوې شپې وړاندې د دغه ولایت د مرغاب ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ بریدونه وکړل چې تر ۲۴ ساعته نښتې وروسته یاده ولسوالي د طالبانو لاسته ولوېده.
تر دې وړاندې د غور حکومتي چارواکو ویلي وو، ددې لپاره چې ملکي خلکو ته زیان ونه رسیږي، امنیتي ځواکونو یې شاتګ کړی.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


