ads

خلیلزاد: د افغانستان د سولې لپاره هڅې هیله بښونکې دي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له ځینو ګواښونو سره سره د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې د پایته رسېدو لپاره روانې هڅې هیله بښونکي پړاو ته رسېدلې دي.

محمدخان بریال
29 زمری 1399
خلیلزاد: د افغانستان د سولې لپاره هڅې هیله بښونکې دي

نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې د مبارکۍ په پیغام کې څرګنده کړې، افغانان د سولې تږي دي او ژر تر ژره دې روانه جګړه پای ته ورسېږي.
هغه د افغانانو په مالکیت د بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه کړې.
ده زیاته کړې چې افغانان دې له تېرو تجربو درس واخلي او یوې سیاسي هوکړې ته دې ورسېږي.
د خلیلزاد په خبره، سیاسي هوکړه به د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او د تلپاتې سولې لامل به شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې وه د روانې میاشتې پر ۲۶مه د افغانانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي، خو طالبان وایي، د دوی د بندیانو نه خوشي کېدل د دې لامل شوي چې دغه بهیر وځنډول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA