ads

حنیف اتمر او جواد ظریف پر افغان سوله غږېدلي

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست نوماند وزیر محمد حنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره ټلیفوني خبرې وکړې.

محمدخان بریال
29 زمری 1399
حنیف اتمر او جواد ظریف پر افغان سوله غږېدلي

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه لوري د سولې په برخه کې پر وروستیو بدلونونو، د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند، د پاتې طالب بندیانو پر خوشي کېدو او د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
یادو وزیرانو د بین الافغاني مذاکراتوړ پر پیلېدو هم ټینګار کړی.
سرچینه همدارنګه زیاتوي، نوموړي په دغو ټلیفوني خبرو کې افغان لوري ته ډاډ ورکړی چې ایران هېواد د بین الافغاني خبرو کوربتوب ته بشپړ چمتو دی.
محمد جواد ظریف د طالب بندیانو د خوشي کېدو په تړاو د لویې جرګې رابلل او پرېکړه ملي اصل بللی او څرګنده کړې یې ده چې هېواد یې په افغانستان کې له تلپاتې سولې او ۱۹ کلنو لاسته راوړنو ملاتړ کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA