ads

په هلمند ولایت کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۱مه کالیزه ولمانځل شوه

نن د زمري ۲۸مه نېټه ده چې د افغانسان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو له ۱۰۱مې کالیزې سره برابره ده، په هلمند کې اولسونو ددې ورځې په مناسبت د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.

حضرت محمد روحاني
28 زمری 1399
په هلمند ولایت کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۱مه کالیزه ولمانځل شوه

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۱۰۱مه کالیزه د نورو ولایتونو په څېر په هلمند ولایت کې هم له شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

نن د زمري ۲۸مه نېټه ده چې د افغانسان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو له ۱۰۱مې کالیزې سره برابره ده، په هلمند کې اولسونو ددې ورځې په مناسبت د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.

ددې کالیزې د لمانځلو پرمهال د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د شاه غازي امان الله خان کړنو او لاسته راوړنو په اړه وغږید.

نوموړي وویل اولسونه سوله غواړي او جګړې ښکېل لوري باید دا غوښتنه ومني.

«تېرو تجروبو ته په کتو اوس مهال هم یو شمېربهرنۍ کړۍ هڅه کوي چې په دې لوی ملت کې نقاق خپرو کړي او دوې په خپل منځ کې سره اخته کړي،هلمندیانو او هیوادوالو اوس مهال افغانستان تریو حساس وخت تیریږي او تمه شته چې سوله راشي او جکړه به پای ومومي»

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نسیمه نیازی وایي غازي امان خان له ازادۍ وروسته د تعلیم برخې ته خاص کا روکړ او په لومړي ځل یې ښځو ته د تعلیم زمینه برابره کړه.

«نازو انا چې زموږ د افتخاراتو څخه شمېرل کیږي او ګڼ شمېر نورو مشرانو د هیواد لپاره خپل سرونه قربان کړل او دغه هیواد ته یې سوله او ارامي رواستې اوس هم موږ د هغه جملې څخه نازوانا نوم اخستلای شو چې د هېواد په تاریخ کې یې نوم په زرینو کرښو لیکل شوی دی»

همدارنګه په ولسي جرګه کي د هلمند د خلکو یو بل استازي محمدهاشم الکوزي پر ولسمشر غني غږ وکړ چي نور دې د سولې خبرې نه ځنډوي او د وسله والو طالبانو پاتې ۳۲۰ زنداندیان دې هم ور خوشې کړي او ځان دې د امان الله خان په څير کړي چی د سولي ملي ورځې په ویاړ دده نوم هم د تاریخ په زرینو کرښو کي ولیکل شي.

«دهېواد ولسمشره هغه ۴۰۰طالب زندانیان چې د مشورتي لویه جرګه کې دخلاصون پریکړه وشوه هغه باید آزد شي هغوی که هر ډول جرمونه کړي او هغوي که هرڅوک وژلې وي، زموږ د هېواد د سرتیرو هغه هم د قدر وړنه دي ۵۰۰۰چې ایله کېدل داهم باید ایله شي ترڅو په دې هیواد کې جکړه پای ته ورسږي او خلک د ارام ساه واخلي »

دا ورځ په داسې حال کې د هیواد په تولو ولایتونو کي په شاندارو مراسمو سره لمانځل کیږي چي د نن څخه ۱۰۱ کال وړاندې، امان الله خان د زمري پر ۲۸ مه د راولپنډۍ د سولي تړون له توشیح کیدو وروسته په دې ورځ د هیواد ازادي ولمانځله او له افغانانو یې وغوښتل چې تر دې وروسته به دا ورځ د هیواد په تاریخ کي د ملي ورځې په توګه لمانځل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA