ټاکل شوې نن د نړۍ تر ټول دنګه ودانۍ برج خلیفه د افغانستان پر درې رنګه بېرغ ښایسته شي.
په متحده عربي اماراتو کې افغان دیپلوماتان وایي، نن شپه ۸ بجې به برج خلیفه د افغانستان په درې رنګه بېرغ ښایسته شي.
د زمري ۲۸مه، چې د خپلواکۍ د بېرته اخیستو له ۱۰۱مې کالیزې سره برابره ده په ټول هېواد کې له شاندارو مراسمو سره لمانځل کېږي.
د یادونې وړ ده چې ددې ورځې په مناسبت روسیې،ترکیې، چک جمهوریت، هنګري او لتوانیا افغانستان ته د دې ورځې په مناسبت مبارکي ویلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

