نن سې شنبه د روانې زمري میاشتې ۲۸مه نېټه ده چې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو له ۱۰۱مې کالیزې سره برابره ده.
جمهور رییس محمد اشرف غني د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په درناوي د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښود
شاه غازي امان الله خان په ۱۲۹۸کال د زمري میاشتې ۲۸مه نېټه له انګریزانو څخه د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ورځ اعلان کړه.
دا اعلان د انګرېزانو په اسیايي مستعمرو کې د ازادۍ غوښتونکو حرکتونو لپاره یوه پیلامه وه.
۱۰۱ کاله مخکې، امان الله خان د زمري پر ۲۸مه د راولپنډۍ د سولې تړون له توشیح کېدو وروسته پر دې ورځ د هېواد ازادي ولمانځله او له افغانانو یې وغوښتل چې تر دې وروسته به دا ورځ د هېواد په تاریخ کې د ملي ورځې په توګه ولمانځي.
افغانان وايي، د خپلواکۍ د ورځې له لمانځلو نه یې هدف د شاه امان الله خان غازي د ارمانونو پوره کول دي.
غازي امان الله خان د امیر حبیب الله خان دویم زوی و. نوموړی یو زړور، د ښکېلاک ضد او ازادي غوښتونکی سرتېری و.
شاه امان الله د افغانستان سیاسي خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته، په ټول هېواد کې د معارف او ښوونځیو په عامولو سره د خلکو پام ترلاسه کړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

