د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، نن سې شنبه سهار ۹:۳۰ دقیقې د کابل ښار په ۸مه او ۱۷مه امنیتي حوزه کې له دوو تېز رفتاره موټرونو څخه پر کابل ښار څو راکټونه توغول شوي دي.
د نوموړي په وینا ۱۴راکیټونه توغول شوي چې له کبله د یوې مېرمنې او څلور ماشومانو په ګډون ۱۰تنه ټپیان شوي دي.
ارین زیاتوي چې ددې پېښې په تړاو یې دوه تنه مشکوک کسان د کاپل ښار په اوومه امنیتي حوزه کې نیولي دي.
په همدې حال د کابل ښال د زړو مکرویانو اوسېدونکي وایي چې توغول شوي راکيټونه ددوی له بلاکونو سره لګېدلي دي.
دوی زیاتوي چې په پېښه کې څو موټرونه ویجاړ شوي او د شاوخوا کورونو ښېښې ماتې شوې دي.
دا راکټونه داسې مهال توغول کیږي چې افغانستان کې د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۱۰۱مه ورځ لمانځل کېږي.
تر اوسه ددې پېښې مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

