ads

جمهوررییس غني د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په درناوي د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده

د افغانستان جمهوررییس محمداشرف غني نن سهار د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په درناوي ملي دفاع وزارت کې د استقلال څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

شمس الرحمن شمس
28 زمری 1399
جمهوررییس غني د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په درناوي د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده

د افغانستان جمهوررییس محمداشرف غني نن سهار د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په درناوي ملي دفاع وزارت کې د استقلال څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

په دغو مراسمو کې د جمهوررییس دویم مرستیال استاد سرور دانش، د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس، د ملي امنیت سلاکار، د مشرانو جرګې رئیس، د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست سلاکارانو، د افغان پوځ یو شمېر جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د دوستو هیوادونو ځینو سفیرانو او استازو حضور درلود.

سل کاله مخکې، امان الله خان د زمري پر ۲۸مه د راولپنډۍ د سولې تړون له توشیح کېدو وروسته پر دې ورځ د هېواد ازادي ولمانځله او له افغانانو یې وغوښتل چې تر دې وروسته به دا ورځ د هېواد په تاریخ کې د ملي ورځې په توګه ولمانځي.

افغانان وايي، د خپلواکۍ د ورځې له لمانځلو نه یې هدف د شاه امان الله خان غازي د ارمانونو پوره کول دي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA