ads

لاهم د حکومت کابینه نیمګړې ده

د جمهور رییس غني او مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې له لاسليکېدو شاوخوا درې مياشتې تېرېږي، خو د حکومت کابینه لاهم نه ده بشپړه شوې.

منصور یوسفزی
27 زمری 1399
لاهم د حکومت کابینه نیمګړې ده

د جمهور رییس وياند صدیق صدیق د دوشنبې په ورځ په يو خبري کنفرانس کې وويل، د کابينې لېست پر وروستي کېدو کار روان دی او دا لېست تر اوسه نه دی وروستی شوی.
نوموړي زياته کړه، له خپلو سياسي متحدينو یې غوښتې چې داسې کسان دې د نوماند وزیران په توګه معرفي کړي چې د وزیر کېدو معيار یې پوره کړی وي او سياسي وزن ولري.
د ولسي جرګې غړي بيا وايي، د کابينې نه معرفي کېدل د ولس او ولس استازو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده او حکومت بايد دا نوماند وزیرانو لېست ژر تر ژره نهايي او د باور رايو د ترلاسه کولو په هدف دې ولسي جرګې ته معرفي کړي.
د ولسي غړی نعمت‌الله کریاب وايي، حکومت بايد د ولسي جرګې د غړيو رخصتيو له پای ته رسېدو سره نوماند وزیران دوی ته ور وپېژني.
دی ټينګار کوي، که حکومت بيا هم دا لېست نهايي نه‌کړي، نو ولسي جرګه به په دې برخه کې خپل وروستی دريځ روښانه کړي.
د چارو شنوونکي بيا د سرپرست وزیرانو د کار دوام ته اندېښمن دي او زیاتوي، دا کار د قانون خلاف دی او جمهور رییس بايد نوماند وزیران ژر تر ژره ولسي جرګې ته معرفي کړي.
د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجر بيا وايي، د سرپرست وزیرانو د کار دوام د حکومتوالۍ چارې ټکنۍ کوي او پراخ فساد ته زمينه برابروي.
وموغوښتل په دې برخه کې د مصالحې عالي شورا نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره په نظر اخیستلو بريالي نه‌شوو.
که څه هم د سياسي جوړجاړي له هوکړې شاوخوا درې مياشتې تېرېږي، جمهوري رياست او د مصالحې عالي شورا بيا تر اوسه پر دې نه‌دي توانېدلي چې نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA