ads

صدیقي: طالبان باید پاتې حکومتي بندیان ازاد کړي

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، افغان حکومت د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د طالبانو تر ۵۰۰۰ زره ډېر بندیان ازاد کړل او په وینا یې اوس وار د طالبانو دی چې په دې برخه کې هڅې وکړي او پاتې حکومتي بندیان ازاد کړي.

محمدخان بریال
27 زمری 1399
صدیقي: طالبان باید پاتې حکومتي بندیان ازاد کړي

د ده په خبره، د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ له طالبانو سره د پاتې حکومت بندیانو نه خوشي کول دي.
هغه زیاته کړه، که یاد بندیان ازاد شي، نو د دواړو لورو تر منځ به د مخامخ خبرو پیلېدو په برخه کې هېڅ کوم خنډ نه وي.
صدیقي وایي، د طالبانو له خوا په خوشي شوو کسانو کې ولسي خلک هم شامل وو چې طالبانو د حکومتي بندیانو په توګه ازاد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د لویې جرګې د پرېکړې پر اساس د طالبانو پاتې بندیان هم ازاد شي او ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
دا جرګه د روانې زمري میاشتې له ۱۷مې نېټې بیا تر ۱۹مې نېټې پورې په کابل کې جوړه شوه او پرېکړه یې وکړه چې تر نړیوال تضمین وروسته دې دا طالب بندیان ازاد شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA