ads

جنایي جرمونه مخ په ډېرېدو دي

که څه هم امنيتي بنسټونو په وار وار ډاډ څرګند کړی چې په کابل کې به د جنايي جرمونو کچه په مراتبو راټيټه شي، خو ښاريان اوس هم نيوکه کوي چې د ښار په بېلابېلو سيمو کې جنايي جرمونه زيات شوي دي.

منصور یوسفزی
27 زمری 1399
جنایي جرمونه مخ په ډېرېدو دي

دوی زياتوي، وژنې، د مبایل، موټر او وسله‌والې غلاوې، انسان تښتوونکي او نور جنايي جرمونه هغه مهم موارد دي چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي.
ښاريان ټينګار کوي، په رڼا ورځ هم د دوی ځان او مال خوندي نه‌دي او هره ورځ د ښار په بېلابېلو سيمو کې د جنايي جرمونو د پېښېدو شاهدان دي.
کابل مېشتي له امنيتي بنسټونو غوښتنه کوي چې د دوی د امنيت ټينګښت ته دې پاملرنه او د جنايي جرمونو د کنټرول په برخه کې دې لازم اقدامات وکړي.
نقیب‌الله کليد ته وويل:
«ورځ تر بلې په کابل کې د جنايي جرمونو د زياتېدو له امله وضعيت د خرابېدو په حال کې دی، نه شپې خوندي يوو او نه هم و ورځې لخوا، د ښار په هره ناحیه او سيمه کې جرمونه زيات شوي، وژنې، غلاوې، انسان تښتتوونې بيا هغه موارد دي چې هره ورځ یې شاهدان یوو او پېښېږي، داسې وضعيت راغلی چې نه زموږ ځان او نه هم زموږ مال خوندي دي.»
عبدالرحمن کليد ته وويل:
«جنايي جرمونه زيات شوي او موږ په رڼا ورځ هم وېرېږو ځکه غله زيات شوي، وضعيت خراب دی هره ورځ جنايي پېښې رامنځته کېږي، موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې دا ستونزه دې هواره کړي او زموږ د امنيت ټينګښت لپاره دې لازم اقدامات وکړي.»
بل لور ته د چارو شنوونکي بيا په امنيتي بنسټونو کې د کشف او استخباراتو نيمګړتياوې د جنايي جرمونو د زياتېدو لامل بولي او زياتوي، اوس‌مهال په امنيتي ادارو کې ډېری بې‌تجربې منسوبين او مسوولين ګمارل شوي دي.
د پوځي چارو کارپوه ګلاجان ساپی وايي، امنيتي ادارو ته پکار ده چې په بېلابېلو سيمو کې دې خپلې ګزمې زياتې کړي، پر خپلو پوستو دې کنټرول ولري، څو په کابل کې د جنايي جرمونو کچه راټيټه شي.
ساپي کليد ته وويل:
«د افغانستان په کشفي او استخباراتي برخو کې نيمګړتياوې هغه مهم موارد دي چې په ښار کې د جنايي جرمونو زياتېدو ته زمينه برابره کړې او بله مسله دا ده چې ډېر با تجربه امنيتي منسوبين د حکومت له لوري په کور کېنول شوي دي او پر ځای ځوانان او بې‌تجربې منسوبين او مسوولين په دندو ګمار شوي دي، اوس چې وضعيت دغه شان دی نو امنيتي ادارو ته په کار ده چې خپلې ګزمې دې زياتې کړي او پر خپلو پوستو دې کنټرول ولري.»
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز بيا د جنايي جرمونو په تړاو د ښاريانو شته ستونزې مني، خو زياتوي، پولیسو په تېرو ۷۲ ساعتونو کې څه د پاسه ۳۰ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نيولي دي.
دی زياتوي، پولیس د خلکو د ځان او مال د ساتنې مسووليت لري او دوی شپه او ورځ هڅه کوي، څو ښاريان په امن فضا کې ژوند وکړي.
نوموړی ډاډ څرګندوي، په نېږدې راتلونکي کې به د کابل ښار په امنيتي وضعيت کې د پام وړ بدلون رامنځته شي او پر دې سربېره ښاريان کولی شي د ۱۱۹، ۱۰۰ او ۱۰۰۱ شمېرو له لارې له امنیتي بنسټونو سره په اړيکه کې وي.
فرامرز کليد ته وويل:
«موږ د جنايي جرمونو د زياتېدو په تړاو د ښاريانو شته ستونزې منو، خو پولیسو په دې برخه کې خپل اقدامات پيل کړي او په تېرو ۷۲ ساعتونو کې یې څه د پاسه ۳۰ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نيولي دي، پولیس ځان د خلکو د ژوند او مال ساتنې مسوولين بولي او په دې برخه کې لازم اقدامات کوي.»
دا لومړی ځل نه‌دی چې د امنيتي بنسټونو مسوولين د جنايي جرمونو د کنټرول په برخه کې د لازمو اقداماتو خبر ورکوي، تر دې مخکې هم دوی د جنايي جرمونو د ګراف پر ټيټېدو ټينګار کړی و، خو تر اوسه داسې اقدام چې په دې برخه کې د کابل ښاريانو شته ستونزې په ټولییز ډول حل کړي، نه‌دی شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA