ښاروالي که سړکونه جوړوي، خو کورونه هم ورانوي

کابل ښاروالۍ د نهمې ناحیې اړوند د قلعه زمان‌خان په بنايي سيمه کې د ټولو هغو کورونو او ودانيو د ويجاړلو لړۍ پيل کړه چې د احمدشاه بابا مېنې او بنايي سړک مسير کې جوړ شوي وو او د دغه سړک د جوړلو مخه یې نيولې وه.