د يادې سيمې اوسېدونکي چې نن یې کورونه د ښاروالۍ کارکوونکو له لوري ويجاړ شول وايي، له شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې یې په دغه سيمه کې استوګنځايونه جوړ کړي وو او ښاروالي ورته يوازې درې ورځې وخت ورکړی و، څو خپل کورونه خالي کړي.
دوی زياتوي، د سرپنا نشت له امله یې دلته کورونه جوړ کړي وو او اوس ښځې، ماشومان او سپين ږيري د سړک پر سر پاتي او د اوسېدو لپاره هېڅ ځای نهلري.
که څه د يادې سيمې اوسېدونکي مني چې ياد ملکيت د دولت دی، خو ټينګار کوي چې دولت بايد ورته د اوسېدو لپاره يا نمرې ووېشي او يا هم ورته د کور کرایې ورکړي.
د دوی په خبره، د ناسم اقتصادي وضعيت له امله نهشي کولی کرايي کورونه ونیسي او اړ دي، څو شپې ورځې د سړکونو پر سر تېرې کړي.
«موږ له شاوخوا ۱۵ کلونو دلته مېشت و، اوس دولت راغی او زموږ کورونه یې ويجاړ کړل، موږ په سړک پاتې يوو، ماشومان راسره دي او خاوند مې هم مزدورکار دی حېران پاتې يوو چې څه وکړو چېرته لاړ شو، دولت بايد موږ ته د سرپنا ځای راکړي اوس په ډاګ پاتې يوو.»
زيارت ګل کليد ته وويل:
«دا ملکيت د دولت دی او موږ له ډېرو کلونو دلته ژوند کوو، خپله مزدوکار يم د کرايې وس نهلرم، نن یې راته کور ويجاړ کړ، دوی بايد زموږ ستونزې په پام کې نيولې وی او موږ ته یې بايد يوه نمره وېشلې وی او يا یې هم د کور کرايه راته راکړې وی، اوس نپوهېږم له ماشومانو او کډې سره کومې خواته ولاړ شم.»
بل لور ته د نهمې ناحیې رییس عبدالغفور هدف بيا وايي، ياد ملکيت چې د خلکو له لوري غصب شوی، د دولت دی او له ډېرې مودې راهیسې دوی ته خبرداری ورکړل شوی و، چې له سيمې ووځي، څو د سړک پروژه پلي شي.
نوموړی ټينګار کوي، هېچا ته به اجازه ورنهکړي چې د دوی د کار مخنیوی وکړي.
هدف کليد ته وويل:
«دا کورونه چې د دولت په ملکيت کې جوړ شوي، له ډېرې پخوا موږ ورته خبرداری ورکوو چې دا سيمه دې پرېږدي، څو ملي پروژه چې د سړک جوړېدل دي، پلي شي، خو دوی هېڅ اقدام ونهکړ او بلاخره موږ دې ته اړ شو چې د دوی کورونه تخریب کړو، موږ به هېچا ته اجازه هم ورنهکړو چې زموږ د کار او د دې پروژې د پلي کېدو مخنيوی وکړي.»
په ورته وخت کې، د کابل ښاروالي د اطلاع رسونې مسوول مصطفی صدیقي بيا وايي، له ډېرې مودې راهیسې د احمدشاه بابا مينې-قلعه زمانخان سړک چارې د همدغو کورونو له امله نيمګړې پاتې وې.
دی زياتوي، نن یې شاوخوا ۲۰ کورونه ويجاړ کړل او ټولو هغو کورنيو ته نمرې وېشل شوي چې اسناد یې درلودل.
صدیقي کليد ته وويل:
«دا سړک له بنايي سيمې پيلېږي او د احمدشاه بابا مينې له سړک سره نښلول کېږي، د سړک کارونه د ډېرې مودې راهیسې د همدغو کورونو او ودانيو له امله نيمګړې پاتې وې، نن مو د کورونو په ويجاړول پيل وکړ او شاوخوا شل کورونه مو تخریب کړل، هغو کسانو چې اسناد درلودل د ښاروالي له لوري ورته نمرې وېشل شوي ډي.»
دا ستونزه يوازې په بنايي کې نه، بلکې د کابل ښار په ډېری سيمو او ناحيو کې موجوده ده، موده مخکې د کابل-لوګر لویې لارې د سړک جوړېدو پروژه هم د ورته ستونزې له امله ځنډول شوې وه.


